د پکتیا چارواکي: د ترور د یوې  ډلې ۲ غړي وژل شوي

ګردیز

د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان وايي، د ترور د یوې ډلې ۲ غړي ووژل شول او یو یې ژوندی نیول شوی دی.

لطف اله کامران رسنیو ته وویل، چې دغه کسان نن ماسپښين په مرکز ګردېز کې د یوه پولیس تر وژنې وروسته د تېښتې په حال کې وو، چې پولیسو په نښه کړل.

هغه زیاته کړه: "د برخورد په نتیجه کې دوه نفره ووژل شول او یو نفر مو ژوندی ونیوه، له خپلو ټولو اسبابو او وسلو سره، چې یو میله بې غږه تفنګچه هم ورسره وه."

د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان ادعا کوي، چې دغو کسانو په ګڼو بریدونو او جنايي پېښو کې لاس درلود.