اندرابي: د طالبانو او القاعده ترمنځ لا هم اړیکې شته

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د ملي امنیت له‌خوا د القاعده د یوه مهم غړي وژل کېدل، له القاعده تروریستي ډلې سره د طالبانو اړیکې ښيي.

مسعود اندرابي پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي، چې د طالبانو او القاعده ترمنځ لا هم اړیکې شته، خو طالبان په دې اړه بېلابېلو اړخونو ته درواغ وايي.

د ملي امنیت عمومي ریاست پرون په غزني کې د ابو محسن المصري د وژلو خبر ورکړ.

المصري جې په القاعده شبکه کې دویم ځای لري او د امریکايي اتباعو د وژلو لپاره د دسیسو په جوړولو کې د لاس لرلو په خاطر د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې د مطلوبو کسانو په لیست کې شامل دی.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې ویلي چې دغه کس په خټه مصری دی او یوه موده په حسن ابو روف مشهور و.