د کابل په پروني برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ ته ورسېد

د پېښې یو ټپي روغتون ته د لېږدولو پرمهال

په کابل ښار کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ ته زیات شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل، په دې برید کې اووه پنځوس نور ټپیان شوي.

ارین زیاتوي: "له بده مرغه د تېر ماښام په تروریستي پېښه کې چې د کابل د دیارلسمې حوزې یوه ښوونیز مرکز ته نږدې وشوه، زموږ تر ۲۴ زیات ملکي هېوادوال شهیدان شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي، دا یو جنایت دی."

پرون مازیګر د کابل په پل خشک سیمه کې د (کوثر دانش) په نوم د یوه ښوونیز مرکز مخې ته هغه مهال انتحاري برید وشو چې حمله کوونکي غوښتل دغه ښوونیز مرکز ته ننوځي.

د کابل په دې شیعه میشته سیمه کې له دې وړاندې داعش وسله والو پر ښوونیزو مرکزونو، غونډو او ورزشي کلپونو بریدونه کړي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید غندلی، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کار یې بللی دی.

وسله والو طالبانو ویلي چې په دې حمله کې دوی لاس نه لري.