کندهار چارواکي: د وژل شوې ښځینه پولیسې د وژونکو د نیولو هڅې پیل شوي

ارشیف

د کندهار پولیس وايي، د هغو کسانو د موندلو هڅې یې پیل کړي، چې د یوې ښځینه پولیسې په وژنه کې لاس لري.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند، جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل پر دغې ښځینه پولیسې نن سهار د کندهار په نهمه حوزه کې ډزې شوي.

هغه زیاته کړه: "زموږ یوه سرتېره پولیسه چې په محبس کې یې دنده درلوده، د وسله والو ترهګرو له خوا ویشتل شوې او شهیده کړای شوې ده، زموږ هڅې روانې دي، چې وسله وال ترهګر ژر تر ژره ونیسو او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړو."

که څه هم تر اوسه د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو تر دې مخکې وسله وال طالبان په وَرته پېښو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.