د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس د دفتر رئيس په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د پنس مطبوعاتي رئيس پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د مرستیال ولسمشر مایک پنس او د هغه د مېرمنې د کرونا ټسټ منفي و.
د پنس د دفتر د رئیس ترڅنګ پرون د نوموړي د لوی سیاسي سلاکار کرونا هم تأیید شوه.
تر دې وړاندې ولسمشر ډونالد ترمپ هم په کرونا ویروس اخته شوی و، خو ښه شو او اوس په انتخاباتي کمپاینونو بوخت دی.