دشت برچي کې ځانمرګي برید لږترلږه ۲۴ تنه وژلي

په دشت برچي کې د برید له امله ۵۷ تنه ټپیان شوي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار دشت برچي سیمه کې پروني ځانمرګي برید لږترلږه ۲۴ تنه ووژل او ۵۷ نور یې ټپیان کړل.

د وزارت ویاند طارق ارین یکشنبه سهار مهال د مرګ‌ژوبلې دغه شمېرې له خبریالانو سره شریکې کړې.

چاودنه پرون مازدیګر د پل خشک سیمه کې د (کوثر دانش) په نوم یوه ښوونیز مرکز مخې ته وشوه.

د کابل په دغې شیعه مېشته سیمه کې له دې وړاندې داعش وسله‌والو پر ښوونیزو مرکزونو، غونډو او ورزشي کلپونو بریدونه کړي دي.

ارګ دغه برید غندلی او د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کار یې بللی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حواله راغلي، د طالبانو د څه باندې شپږ زره زندانیانو له خلاصون او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د دولت، خلکو او نړیوالو له مکررو غوښتنو سره سره هم خلک د دوی په ټکو د "نا مشروع جګړې" شاهدان دي.

پر افغان چارواکو سربېره ناټو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی دی.