پاکستان سږ کال سلګونه افغان محصلانو ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړي

آرشیف، پاکستان کې د سوات پوهنتون

پاکستان سږ کال تر ۸۰۰ زیاتو افغان محصلانو ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړل.

په کابل کې د پاکستان سفارت وایي هڅه کوي له افغان دولت سره د دوه اړخیزو اړیکو له لارې دغه بهیر لا پیاوړی کړي.

د دغه سفارت نن په کابل کې پر ۸۵۸ افغان محصلانو بورسونه ووېشل چې په طب، کمپیوټر ساینس، اقتصاد او ځينو نورو رشتو کې دي.

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، دا پرورګرام په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوی او تر دې دمه یې په لړ کې له ۳۰۰۰ زیات افغان محصلانو په پاکستان کې په بشپړ سکالرشیپ زده کړې کړي دي.