د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پولیس وايي، تېره شپه د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د یوې ممنوعه ډلې ۴ غړي وژل شوي دي.
پولیسو وژل شوي کسان «تروریستان» بللي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیا لانګو وویل، په دغو عملیاتو کې چې پرون ناوخته شوي، د ټروریزم ضد ډیپارټمنټ دوه پولیس ټپیان شوي هم دي.
لانګو نن وویل، دا عملیات د بلوچستان ایالت د مستونګ په دشت سیمه کې وروسته له هغې وشول چې د مشکوکو کسانو په اړه استخباراتي اطلاعات ورورسېدل.