په هرات کې د بوکسېنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

ارشیف

په هرات کې د کیون کیک بوکسېنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د هرات د بدني روزنې ریاست مسلکي او فني مدیر ضیا الحق ضیا نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دي لوبو هدف د کاري پلان تطبیق او د غوره لوبغاړو ټاکل وبلل.

نوموړي وویل، چې په دې سیالیو کې ۸ کلبونو برخه اخیستې وه چې په پایله کې دلیران، لومړی، اتحاد استقلال دوهم او جونان میهن درېیم مقام خپل کړ.

یادې سیالۍ تېره ورځ پیل شوې وې.