د پولنډ ولسمشر په کرونا ویروس اخته شو

د پولنډ ولسمشر اندري دودا

د پولنډ د ولسمشر د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ ټېسټ مثبت ختلی دی.

د اندري دودا ویاند بلازي سپيچالسکي نن په ټویټر کې لیکلي، چې د ولسمشر معاینه پرون مثبته وختله، چې اوس د بهترۍ احساس کوي او ځان یې له نورو منزوي کړی دی.

په پولنډ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې زیاتې شوي او په نتیجه کې یې تر ۴۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.