ټرمپ: سوډان او اسراییل د اړیکو پر عادي کولو موافقه وکړه

ولسمشر ټرمپ ویلي، درېیو نورو عرب هېوادونو هم له اسراییل سره د سولې موافقې ته لېوالتیا ښوولې ده. 

سوډان او اسراییل په خپلو کې د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې دا موافقه د واشنګټن په منځګړیتوب شوې ده.

ولسمشر ټرمپ ویلي، درېیو نورو عرب هېوادونو هم له اسراییل سره د سولې موافقې ته لېوالتیا ښوولې ده.

څو اوونۍ مخکې بحرین او متحده عرب اماراتو هم له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه.

فلسطین د دې اقدام سخت مخالفت ښوولی دی.