'ننګرهار کې تر ۳۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي'

ارشیف

د ننګرهار د والي ویاند وايي، په سره رود ولسوالۍ کې په وسله واله جګړه کې تر ۳۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

عطا اله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي، د سره رود ولسوالۍ په برینه او ګزک سیمو کې پرون د ملي امنیت ځواکونه د وسله والو طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول.

هغه زیاته کړه: "د دې مقاومت په پایله کې چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله، ۳۱ وسله وال طالبان چې د دوی مهم غړي هم په کې شامل دي، وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي، له بده مرغه وسله والو طالبانو هاوان توغولي چې له کبله یې یوه مېرمن او یو بل کس ټپیان شوي دي."

د والي ویاند وايي، ټپي شوي ملکیان روغتون ته لېږدول شوي دي.