د فراه ولایت امنیه قومانداني وايي، وسله والو طالبانو درې ملکیان په ډزو وژلي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند محب اله محب وویل، وسله والو طالبانو دغه کسان پرون د قلعه کاه ولسوالۍ پر لویه لار وژلي دي.
هغه زیاته کړه: "(وسلوالو طالبانو) دوه ملکیان چې دواړه سپین ږیري وو، په بېرحمانه ډول شهیدان کړي او یو ماشوم یې چې له دوی سره و، هم شهید کړی دی، چې دا د اسلامي ارزښتونو او د بشرپالنې د قوانینو خلاف کار دی."
ښاغلي محب ونه ویل چې د دې وژنې انګېزه څه وه خو زیاته یې کړه، چې دغه درې کسان د فراه د مرکز اوسېدونکي وو.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.