وروسته تر دې چې ترکي پوځیانو د روسیې ساخت «اېس-۴۰۰» توغندیو سیستم وازمویه، د امریکا متحده ایالاتو دغه هېواد ته خبرداری ورکړ چې دا به ناوړه پایلې ولري.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جانتن هافمن په یوه بیان کې د جمعې په ورځ وویل، د امریکا دفاع وزارت د ترکیې له لوري د اکټوبر په ۱۶مه د «اېس-۴۰۰» دفاعي سیستم د توغندي ازموینه په کلکو ټکو غندي او دا د امریکا د یوه متحد او د ناټو د غړي له ژمنو سره سر نهخوري.
په استانبول کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې موږ له امریکا د اجازې غوښتنه نهکوو او دې ازموینو ته ادامه ورکوو.