ټرمپ: سوډان او اسرائیل د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوډان او امریکا د اړیکو د عادي کولو د اعلان پر مهال

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، سوډان او اسرائیل د واشنګټن په منځګړیتوب موافقه وکړه چې اړیکې په خپلو کې عادي کړي.

ټرمپ په ټویټر کې لیکلي دي، نن په نړۍ کې د سولې لپاره لویه بریا ده.

د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره په بهرنۍ تګلاره کې د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې دا یوه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

ټرمپ چې د نظرپوښتنو له مخې تر خپل ډیموکرات سیال جوبایډن وروسته دی زیاتوي، لږ تر لږه پنځه نور عرب هېوادونه غواړي چې له اسرائیل سره د سولې تړون وکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون له سپینې ماڼۍ په ټیلیفون د اسرائیل او سوډان له صدراعظمانو سره خبرې وکړې.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وویل، دا په سیمه کې د یوه نوي دور پیلامه ده.

د سوډان صدراعظم عبدالله حمدوک وویل، حکومت‌یې له نړیوالو سره د داسې اړیکو په هڅه کې دی چې د سوډان د خلکو په ګټه وي.

تر دې موافقې څو اوونۍ مخکې متحده عربي اماراتو او بحرین له اسرائیل سره روابط عادي کړي وو.