پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ د تمویل خړ لېست کې پاتې شو

د پاکستان صدارت ماڼۍ

پاکستان بیا هم د نړیوالې ترهګرۍ د تمویل په خړ لېست کې پاتې شو.

د تورو پیسو د مينځنې او د ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو پر چارو د څار ادارې (اېف ای ټي اېف) پرون په یوه اعلامیه کې دا خبر ورکړ.

(اېف ای ټي اېف) له ۳۵ غړو هېوادونو او دوو سیمه‌ییزو سازمانونو جوړه اداره ده چې د نړیوالې ترهګرۍ د تمویل د سرچینو د وچولو او د تورو پیسو له مینځلو سره د مبارزې په هدف کار کوي.

د دې ادارې د اعلامیې له مخې د پاکستان نوم یو ځل بیا په خړ لېست کې وساتل شو او پاکستان چې د دوی د ۲۷ شرطونو له ډلې په ۲۱ عمل کړی په کار ده چې پاتې نور هم د ۲۰۲۱ کال تر فبرورۍ عملي کړي.

پاکستان د ترهګرو ډلو په تمویل تورن دی هغه تور چې پاکستاني چارواکو هېڅکله نه‌دی منلی، بلکې ټینګار یې دی چې دوی تر ټولو زیات د ترهګریزو بریدونو له امله زیانمن شوي.

پاکستان د ۲۰۱۸ کال له جون راهیسې د (ایف ای ټي اېف) په خړ لېست کې دی او هڅو یې تر اوسه کار نه‌دی ورکړی چې ځان له دې لېست وباسي.

دغه لېست ته هغه هېوادونه وراچول کېږي چې د ناقانونه پیسو د انتقال او د ترهګرو د تمویل د سرچینو په وچولو کې کمزوري بلل کېږي.