د افغانستان بشري حقونو کمېسیون: تخار کې هوايي برید ۱۲ ماشومان وژلي

هغه ماشوم چې د تخار په هوايي برید کې ټپي شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې تخار کې وړمه ورځ هوایي برید ۱۲ ماشومان وژلي دي.

کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د افغان ځواکونو دغه هوایي برید د تالقانو په هزاره قشلاق سیمه کې پر یوه جومات شوی چې ملا امام او ۱۷ ماشومان په‌کې ټپیان شوي هم دي.

خبرپاڼه کې راغلي، برید داسې مهال شوی چې د طالبانو یوه ډله د جومات له مخې تېرېده او جومات کې دننه ماشومانو ته تدریس روان و.

کمېسیون د ملکي کسانو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو د مرګ‌ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

له دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي و، تخار کې شوي هوایي برید کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.