د میر رحمان رحماني په مشرۍ د ولسي جرګې پلاوی اسلام‌اباد ته ورسېد

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني

پاکستان ته د افغان سیاستوالو سفرونه دوام لري.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې درېیم ځل دی چې چارواکي دغه هېواد ته ځي او په وروستي ځل د ملي شورا ۱۷ غړي د پاکستان د پارلمان له غړو سره د لیدو په هدف اسلام‌اباد ته رسېدلي دي.

له دې وړاندې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم دغه هېواد ته تللي وو.

هلته د ملي شورا د پلاوي مشري د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني کوي او ټاکل شوې دغه پلاوی له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.