دفاع وزارت: بادغیس او ننګرهار کې نږدې ۵۰ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، ننګرهار کې یو شمېر افغان سرتېري

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په بادغیس او ننګرهار ولایتونو کې یې نږدې ۵۰ وسله‌وال طالبان وژلي دي.

وزارت ویلي، ۲۱ طالبان د بادغیس قادس ولسوالۍ کې سره ټول شوي و چې ټول نن یوه هوایي برید کې له‌منځه ولاړل.

وزارت ادعا کړې چې وژل شویو کې د ملا خیرالله او ملا خالق په نوم دوه ځایي قوماندانان هم شامل دي.

دفاع وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د ننګرهار په خوګیاڼو او شېرزاد ولسوالۍ کې هم ۲۸ طالبان وژل شوي دي چې شپږ یې پاکستاني اتباع دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.