امریکا: د روسیې له ملاتړه برخه‌منو هکرانو پر ګڼو ادارو سایبري حملې کړي

ارشیف

د امریکا متحده ایالات وایي، وروستیو څو اوونیو کې د روسیې د دولت له ملاتړه برخه‌منو هکرانو پر لسګونه ایالتي او محلي ادارو باندې سایبري بریدونه کړي دي.

هکرانو له لږ تر لږه دوو سرورونو څخه اطلاعات غلا کړي دي.

د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېف.بي.ای) پرون وویل، تر اوسه هېڅ داسې نښې نښانې نه‌شته چې دغو هکرانو دې د الوتکو د الوتنې، ښوونې او روزنې، ټاکنو او یا حکومتي عملیاتو سیستم ګډوډ کړی وي.

د هکرانو د بریدونو خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته له دوه اوونیو کمه موده پاتې ده.

امریکایي چارواکو د اکټوبر په ۲۱مه ادعا وکړه چې ایران او روسیې د امریکا د رأی ورکوونکو اطلاعات ترلاسه کړي او هڅه کوي چې له انتخاباتو مخکې پر عامه فکرونو اغېز وکړي.

روسیې او ایران دغه ادعاوې رد کړې دي.