چارواکي: تخار کې ۳ طالب ماین جوړوونکي د خپل ماین چاودنه کې ووژل شول

ارشیف، تخار کې چاودنه

په تخار کې چارواکي وایي، د طالبانو درې ماین جوړوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي، دغو کسانو غوښتل تېره شپه په اشکمش ولسوالۍ کې ماین خښ کړي چې پرې وچاودېد.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تخار یو له هغو ولایتونو دی چې وروستیو کې ترې د طالبانو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تودې جګړې راپورونه خپاره شول.