د فاریاب یو دیني عالم د دې ولایت په مرکز میمنه کې د نامعلومو وسلهوالو لهخوا وژل شوی دی.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې دغه دیني عالم رحمتالله نومېده او نن سهار تر لمانځه وروسته د کور او جومات ترمنځ لاره کې په نښه شو.
د دې پېښې علت تر اوسه معلوم نهدی.