بغلان کې یوې چاودنې یو قومي مشر ټپي کړی

حبیب‌الرحمن اندرابي

د بغلان چارواکي وایي د دې ولایت یو قومي مشر او متقاعد جنرال حبیب‌الرحمن اندرابي د ماین په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته دا خبره وکړه.

دا پېښه تېره شپه په پلخمري ښار کې شوې ده. ښاغلي بشارت زیاته کړه چې په دې پېښه کې د اندرابي یو زوی او موټر چلوونکی هم ټپیان شوي دي چې روغتیایي وضعیت‌یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

پلخمري ښار په دې وروستیو کې د څو امنیتي پېښو شاهد وو.