سټولټنبرګ: د سولې ټولو شرایطو په عملي کېدو سره به له افغانستانه ووځو

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ټینګار کوي چې د ناټو غړي به یوازې په هغه صورت کې له افغانستانه ووځي چې د امریکا او طالبانو د سولې ټول شرایط عملي شي.

ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې چې نن جمعه په پام کې ده، پرون په خپلو څرګندونو کې یادونه وکړه چې ناټو د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو په عین حال کې به تر ۲۰۲۴ کاله د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونه مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو انلاین غونډه نن پیل شوه چې تر ډېره په فضا کې د ناټو د راتلونکو فعالیتونو په اړه خبرې په‌کې وشوې، خو تمه ده چې په نننۍ غونډه کې به بیا هم د افغانستان پر مسایلو بحث وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ په ډاګه کړه چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل له شرایطو سره تړلي دي، خو ده زیاته کړه چې ناټو، له نړیوالو ترورېستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو په ګډون دې شرایطو ته د امکاناتو له چمتو کولو سره مرستې ته چمتو ده.

د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه لاسلیک شوه، د امریکا او ناټو ټول ځواکونه باید د بل کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.