سعد حریري یو ځل بیا د لبنان د صدراعظم په توګه معرفي شو

سعد حریري

د لبنان ولسمشر یو ځل بیا سعد حریري د صدراعظم په توګه معرفي کړ.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر میشل عون پرون پنجشنبه له حریري څخه وغوښتل چې خپله کابینه ژر تر ژره جوړه کړي.

ښاغلی حریري تېر کال په ټول لبنان کې د خلکو له پراخو مظاهرو وروسته د صدارت له څوکۍ استعفا ورکړه، خو دا ځل د ۶۴ موافقو رایو په ګټلو سره وتوانېد چې د صدراعظم په توګه د بیاغوره کېدو لپاره لازم نصاب ترلاسه کړي.

حریري ته داسې مهال د کابینې د جوړولو دنده سپارل کېږي چې لبنان د واک د وېش، بانکي بحران، د فقر د زیاتېدو، پورونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.