د رومانیا دفاع وزارت وايي، دوه سرتېري یې په کندهار کې ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، پرون (چهارشنبه) د دوو رومانیايي سرتېرو په لاره کې هغه مهال چاودنه وشوه چې د کندهار د هوايي اډې په شاوخوا کې یې ګزمه کوله.
دا وزارت وايي، ائتلافي ځواکونه په منظم ډول په کندهار کې د خپلې اډې په شاوخوا کې ګزمه کوي.
دا له یوې اوږدې مودې وروسته لومړی ځل دی چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه ټپیان کېږي.