دفاع وزارت: پر امام صاحب ولسوالۍ حمله شنډه او تر ۲۰ ډېر طالبان ووژل شول

ارشیف، کندز کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره شپه‌یې د کندز پر امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو حمله شنډه کړه او تر ۲۰ ډېرو طالبانو ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله.

دې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو غوښتل چې د امام صاحب ولسوالۍ پر ځینو سیمو بریدونه وکړي، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د دوی پلان ناکام کړ او درنه مرګ‌ژوبله یې ورواړوله.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه‌دي ویلي.

له بلې خوا راپورونه وايي چې دفاع وزارت کندز ته یو شمېر کمانډو ځواکونه لېږلي چې په دې ولایت کې د طالبانو د تحرکاتو مخه ونیسي.