تمه ده چې نن په روسیه کې یوه محکمه یان سیدوروف په مشروط ډول له بنده خوشې کړي.
دا کس تېر کال د ۲۰۱۷ کال د سولهییزو لاریونونو د تنظیمولو په تور په بند محکوم شو.
د روسیې په مرکزي سیمه، اولیانوفسک کې د محکمې تر غونډې مخکې، د بخښنې نړیوال سازمان پر چارواکو غږ کړی دی چې سیدوروف له شرطه پرته خوشې کړي او له دې ډول ظلمونو لاس واخلي.
سیدوروف او د ده ملګری ولادیسلاو مورداسوف تېر کال د ډلهییزو اغتشاشاتو په تور تر شپږ کاله په اوږده بند محکوم شول بیا یې وروسته بند څلورو کلونو ته راکم شو.
سیدوروف چې کله د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې ونیول شو ۱۸ کلن او د ده ملګری مورداسوف ۲۱ کلن و.