د ویزو ورکړې لپاره افغانستان کې د پاکستان سفارت او قونسلګریو چمتووالی

د پاکستان سفارت

په افغانستان کې د پاکستان سفارت د جلال‌اباد د پرونۍ خونړۍ پېښې په تړاو ویلي دي چې په کابل کې به د دوی سفارت او په جلال‌اباد، کندهار، هرات او مزار شریف کې به‌یې قونسلګرۍ د ویزو د ورکړې لپاره پرانیستې وي.

د پاکستان سفارت په خبرپاڼه کې د جلال‌اباد د پېښې له قربانیانو سره غم‌شریکي هم کړې ده.

په جلال‌اباد کې پرون د فوټبال په لوبغالي کې په زرګونه کسان د پاکستان د ویزو لپاره د نوم لیکلو په خاطر راغونډ شوي وو چې د ګڼې ګوڼې له امله ۱۲ مېرمنې مړې شوې او اته مېرمنې او دوه نارینه ټپيان شول.