یو.اېن.اېچ.سي.ار: هلمند کې شااوخوا ۴۰ زره کسان بې‌ځایه شوي

هلمند کې د وروستیو جګړو له امله یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په هلمند کې د بې‌ځایه شویو کسانو د خوندیتوب او ملاتړ غږ کړی دی.

«یو.اېن.اېچ.سي.ار» نن په یوه بیان کې وویل چې هلمند کې د تېرو ۱۰ ورځو جګړو له امله شاوخوا ۴۰ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

دغې ادارې ویلي، دوی کې پنځه زره داسې کسان دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بیان کې راغلي، «یو.اېن.اېچ.سي.ار» له یو شمېر بې‌ځایه شویو کسانو سره د سرپناه، کمپلو، ترپالونو او د پخلنځي د وسایلو او دغه‌راز نقدو پیسو مرسته کړې ده.

راپور کې نه‌دي ویل شوي چې څه شمېر کسانو دغه مرستې ترلاسه کړې دي، خو په‌کې راغلي چې د مرستې ټیمونه په سروې بوخت دي.

ملګري ملتونه وایي، څه باندې دوه لکه او ۲۰ زره افغانان د روان زېږدیز کال له پيله بې‌ځایه شوي چې له دې سره د ټولو بې‌ځایه شویو شمېر ۴،۱ میلیونو ته رسېږي.