پکتیا کې خښ شویو ماینونو تېرو ۶ میاشتو کې ۶۷ ملکیان وژلي

ارشیف، پکتیا کې ماین چاودنه

پکتیا کې چارواکي وایي چې ۶۷ ملکیان تېرو شپږو میاشتو کې د خښو شویو ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

دغلته سرپرست امنیه قوماندان لطف‌الله کامران نن د امنیتي ځواکونو یوې غونډې ته وویل، دغه ماینونه د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ایښودل شوي دي.

کامران وایي، دې موده کې نږدې پنځه نیم سوه ماینونه خښ شوي چې ډېره برخه‌یې شنډ شوي دي.

ښاغلی کامران زیاتوي: "۵۴۳ ماینونه ایښودل شوي دي، ۷۶ ملکي کسان دغو ماینونو کې شهیدان شوي دي او ۱۸۴ نور ټپیان شوي دي."

د کامران په خبره، وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه د چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.