'د تخار روغتون ته د څه باندې ۳۰ امنیتي پرسونل مړي وروړل شوي'

ارشیف

د تخار د عامې روغتیا ریاست وایي، د څه باندې دېرشو امنیتي او دفاعي پرسونل مړي روغتون ته وروړل شوي دي.

د روغتیا رییس سید عبدالله قیوم حیرت ازادي راډیو ته وویل، دغه ځواکونه تېره شپه له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د تخار له ځانګړې قطعې لس جسدونه او له ۹۹۹مې قطعې هم لس جسدونه را وړل شوي دي، د تخار ۱۷ پولیس هم وژل شوي چې د ۱۲ هغو جسدونه راوړل شوي دي."

حیرت وایي، په وژل شویو کې د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت امر راز محمد دور اندېش هم شامل دی.

له دې وړاندې د تخار امنیتي چارواکو د ښاغلي دور اندېش او د هغه د ساتونکو وژل تایید کړي دي.

دوی ویلي، طالبانو ته هم جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبانو لا څه نه دي ویلي.