هلمند چارواکي: ناوې کې ۳۵ طالبان وژل شوي

امنیتي ادارو د دغو عملیاتو په اړه خبرپاڼې خپرې کړي او ویل شوي چې دغلته هوایي ځواک هم کارېدلی دی. 

چارواکي په هلمند کې د ۳۵ طالبانو د وژلو خبره کوي، دغه ادعا لا طالبانو رد یا تایید کړې نه ده.

دغه طالبان په ناوې ولسوالۍ کې د دوو جلا عملیاتو پایله کې وژل شوي دي، هغه ولسوالۍ چې وروستیو کې طالبانو پرې حمله کړې وه.

دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست دواړو د دغو عملیاتو په اړه خبرپاڼې خپرې کړي او ویل شوي چې دغلته هوایي ځواک هم کارېدلی دی.

طالبانو ویلي، د هلمند د مرکز په ګډون یې بېلابېلو ځایونو کې وروستۍ حملې د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره دي چې د دوی په ټکو حکومتي ځواکونو ترې نیولې دي.