قرغیزستان کې د بیاځلي پارلماني ټاکنو لپاره نوې نېټه وټاکل شوه

سدیر جپاروف

د قرغیزستان د ټاکنو کمېسیون د پارلماني ټاکنو لپاره د ډسمبر شلمه نېټه وټاکله.

دا اقدام له هغه وروسته کېږي چې دغه هېواد کې د اکتوبر د څلورمې پارلماني ټاکنو وروسته اعتراضونو د قرغیزستان حکومت ړنګ کړ.

د قرغیزستان ولسمشر سورونبای جاني بیکوف د اعتراض کوونکو له غوښتنو وروسته له دندې استعفا وکړه.

له دې استعفا وروسته سدیر جپاروف د لنډمهالي صدر اعظم په توګه وټاکل شو.

د قرغیزستان د اساسي قانون له مخې، جپاروف نه شي کولای ځان ټاکنو ته نوماند کړي.