د امریکا د فضایي څېړنو اداره (ناسا) وایي، یوې سپوږمکۍ یې د بینو په نوم د اسماني ډبرې سطحه لمس کړې ده.
دغه ماموریت چې څو کاله وخت یې ونیوه، په ترڅ کې یې اوزیریس-ریکس سپوږمکۍ وکولای شوای د دغې ډبرې د تېږو او خاورو نمونې راټولې کړي.
د بینو په نوم دغه اسماني ډبره له ځمکې ۳۳۰ میلیونه کیلو متره واټن لري.
دغې ډبره کې د جاذبې لږ قوه شته، خو سپوږمکۍ پرې نه ده کېناستلې او د ځینو وسیلو له لارې یې ترې نمونې راټولې کړي دي.