باجوه: په کراچۍکې پر پوليسو د فشار راوستلو پېښه دې وڅېړل شي

جنرال قمر جاوېد

د پاکستان د پوځ مشر په کراچۍ کې د پاکستان مسلم ليګ ن د يوه مشر محمد صفدر د نيولو لپاره پر پوليسو د فشار راوستلو د پېښې د پلټنو امر کړی دی.

محمد صفدر د نوازشریف زوم دی.

د پوځ مطبوعاتي څانګې پرون په یوه بیان کې د صفدر د نیولو پېښه نه ده یاده کړې خو ویلي یې دي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د کراچۍ عمومي قومندان ته امر کړی چې د کراچۍ د حالاتو پلټنې دې وکړي.

باجوه غوښتي چې حقایق معلوم او ژر تر ‏ژره ده ته راپور ورکړل شي.

د سیند صوبې د پولیسو مشر مشتاق مهر بیا د جنرال باجوه تر امر وروسته د پوليسو د لوړپوړو چارواکو رخصتۍ د ۱۰ ورځو لپاره ځنډولي دي.

د سيند پوليسو پر ټويټر په خپاره کړي بيان کې ويلي چې د ملي ګټو او د پلټنو تر نتايجو راتلو پورې يې رخصتۍ ځنډولي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري تېر ماښام په کراچۍ کې د يوې خبرې غونډې پر مهال د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې پر مشرانو غږ وکړ چې د پوليسو د ځورونې او پر هغوی د فشار راوستلو په اړه دې د خپلې ادارې پلټنې وکړي.

نوموړي زياته کړه ټول پوليس پوښتنه کوي چې هغه څوک و چې سهار وختي يې له دوو بجو وروسته د سیند د پولیسو مشر کور راګېر کړی و او هغه دوه کسان څوک وو چې د پولیسو د مشر کور ته ورغلي وو او سهار څلور بجې یې د پولیسو مشر چېرته وړی و؟

د مسلم ليګ ن د رهبر نواز شريف زوم محمد صفدر د اکتوبر پر ۱۹مه سهار وختي د جناح د مزار (د تقدس سرغړونې) په تور د کراچۍ په يو هوټل کې له خپلې خونې نیول شوی و چې بيا وروسته په همغه ورځ په ضمانت خوشې کړل شو.

پوليس وايي، پر هغوی فشار راوستل شو چې د صفدر پر ضد مقدمه درج کړي.