زابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کمېدو په اړه غونډه وشوه

افغان مېرمنې

په زابل کې په یوه غونډه کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو او د هغوی د نورو ستونزو د هواري پر لارو چارو خبرې وشوې.

د زابل د ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې چې مشري یې والي محمد نبي احمدزي کوله او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمېسیون ټولو غړو ګډون کړی و، د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر کمښت، د دوی پر اقتصادي، تعلیمي، روغتیایي، کلتوري او یو شمېر نورو برخو کې پر شته ستونزو باندې خبرې وشوې او په اړوند یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلي احمدزي د اړوندو دولتي ادارو استازو ته لارښوونه وکړه چې مېرمنو ته دې د کاري فرصتونو په پیدا کولو کې خپل نهایي کوشش وکړي او په خپلو اعلان شويو بستونو کې دې لومړیتوب لوستو او په کار پوه مېرمنو ته ورکړي.