د خوست روغتیایي کارکوونکو د کرونا ویروس د نوې څپې د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي یو کمپاین پیل کړی او له خلکو غواړي چې روغتیایي سپارښتنې جدي په پام کې ونیسي.
د دغه کمپاین یوه مسؤل ډاکټر عبدالواحد نیازي ازادي راډیو ته وویل، د هوا په سړېدو سره د کرونا ویروس د خپرېدو خطر زیات دی او د مخنیوي تر ټولو غوره لارهیې دا ده چې خلک باید د نورو سپارښتونو ترڅنګ لازم واټن په پام کې ونیسي، لاسونه تل ومینځي او له ماسک څخه استفاده وکړي.
هغه زیاته کړه: "که چېرتهیې د مخنیوي تدابیر په سمه توګه عملي نهشي، امکان لري دا څپه به شدیده وي او امکان لري چې تلفات بهیې هم زیات وي."
د روغتیایي چارواکو په وینا په خوست کې تر اوسه د کرونا ۴۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او له املهیې هم ۳۸ تنه مړه شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په ټول افغانستان کې پر کرونا له ۴۰ زرو ډېر کسان اخته شوي او له املهیې هم یو نیم زر کسان مړه شوي دي.