تیخانوسکایا: د قانون تنفیذ افسران دې د لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه وکړي

د بیلاروس د اپوزیسیون مشره سویتلانا تیخانوسکایا

د بیلاروس د اپوزیسیون یوې مشرې سویتلانا تیخانوسکایا د دې هېواد د قانون د تنفیذ له افسرانو غوښتي چې د الکساندر لوکا شینکا پرضد له اعتراض کونکو سره یوځای شي.

د لویدیځ دولتونه لوکاشینکا د یوه مشروع ولسمشر په توګه په رسمیت نه پېژني.

تیخانوسکایا پرون په یوه بیان کې وویل چې د اعتراض کونکو د ځپلو لپاره د پولیسو د قومندانانو او د قانون د تنفیذ د نورو ادارو امر غیرقانوني دی.

لوکاشینکا پرون ظاهراً بیا اعتراض کونکو ته خبرداری ورکړ.

هغه زیاته کړه: "موږ خپل تکتیکونه بدل کړي، موږ آرام اقدام کوو او ټول به پیدا کړو، پرمختللي امکانات موږ ته د دې کار زمینه برابروي، موږ له مخکې دا کارکوو او هر یو به د خپلو اعمالو نتیجه وګوري."

تیخانوسکایا یوه اونۍ مخکې لوکاشینکا ته د استعفا لپاره د اکتوبر تر ۲۵مې پورې د خبرداري وروستۍ مهلت ورکړی و.

هغې ویلي و که لوکاشینکا له قدرته لاس وانخلي، روان اعتراضونه اواعتصابونه به ټول بیلاروس ته وغځېږي.

لوکاشنیکا خپل ځان د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ د ټاکنو سترګټونکی بولي خو سیاسي مخالفان یې دغه ټاکنې له درغلۍ ډکې بولي.