د بلغاریا ولسمشر د ایستونیا رسمي سفر نیمګړی پرېښود

د بلغاریا ولسمشر رومین رادیف

د بلغاریا ولسمشر رومین رادیف چې ایستونیا ته په یوه رسمي سفر تللی پرون یې وروسته له هغې دغه سفر نیمګړی پرېښود او بېرته صوفیې ته ستون شو چې معلومه شوه نوموړی د کرونا ویروس له خطر سره مخامخ شوی.

نوموړی به په خپل کور کې قرنطین وي.

د بلغاریا د روغتیا وزیر وویل، د بلغاریا له یوه پوځي چارواکي سره چې ولسمشر د اکتوبر په ۱۶مه کتلي و، د کرونا ویروس آزموینه یې مثبته وه.

د هغه په وینا د بلغاریا ولسمشر به هم د دې هېواد د روغتیایي اصولو له مخې قرنطین کېږي.

د رسمي شمېرو له مخې د هغو کسانو شمېر چې په اروپا کې د کویډ۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي، له ۲۵۰ زرو اوښتی دی.