میدان وردګ چارواکي: جلریز کې چاودنو ۵ تنه وژلي 

ارشیف

د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې نن سهار دوو چاودنو لږ تر لږه ۵ تنه وژلي دي.

د میدان وردک د والي ویاند محب اله شریفزوی ازادي راډیو ته وویل: "د جلریز ولسوالي په کوټه عشرو سیمه کې پر یوه تونس او یوه سراچه موتر چاودنې شوې دي چې ۵ تنه شهیدان شوي، ۹ ټپيان چې پنځه یې ښځې څلور یې ماشومان دي."

ټپیان رووغتونونو ته انتقال شوې دي.

د دې چاودنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.