په نګورنو قره باغ کې نښتې دوام لري

په نګورنو قره باغ کې د اذربایجان ځواکونه

د نګورنو قره باغ په سیمه کې د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو ترمنځ د دې سربېره نن بیا نښتې شوې دي چې هلته د روسیې په منځګړیتوب د څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې، د شنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره اوربند وشو.

د ملګرو ملتو امنیت شورا له دواړو لوریو غوښتې دي چې اوربند مراعات کړي.

نګورنو قره باغ سیمه چې په رسمي ډول د اذربایجان مربوط ده، واک یې د هغو کسانو په لاس کې دی چې په خټه ارمنیان دي.

نن سهار د نګورنو قره باغ له جنوبي سیمو د توپونو د ډزو راپورونه ورکړل شوې دي.

د اذربایجان دفاع وزارت په څو سیمو کې د جګړې خبر ورکړی دی.