د 'نیمه نړۍ' د دې اوونۍ د خپرونې موضوع د اکټوبر ١٥مې ته ځانګړې شوې ده.
دا ورځ د کلیوالو ښځو نړیوالې ورځې په نوم یادېږي، په دې خپرونه کې د ښځو پرمختګونو او ستونزو ته کتنه شوې ده.
ویل کېږي په تېرو ١٨ کلونو کې افغانو ښځو په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، خو د دوی په وړاندې ستونزې او ننګونې هم له پامه نهشي غورځېدای.
- د افغانو ښځو په وړاندې کومو ستونزو تر ډېره د دوی د ودې مخنیوی کړی؟
- د ښځو چارو وزارت د ښځو د اقتصادي ودې لپاره کوم کارونه کړي او راتلونکې ته څه برنامې لري؟
- د کلیو د اقتصادي ودې ملي برنامه چې د ښځو د ځان بسیاینې لپاره هم کار کوي تر کومې توانېدلې چې د لیرو پرتو سیمو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي؟
د دغو ټولو پوښتنو ځوابونه به په همدې خپرونه کې واورئ!
دا خپرونه نوریې جبارخېل جوړه کړې ده او تاسو یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5