ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړه

د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ناټو متحدانو د دوشنبې په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه تکرار کړه.

د دې ائتلاف د اعلامیې له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، د ائتلاف متحدانو او شریکانو په یوه غونډه کې وویل چې تر ۲۰۲۴م کال پورې به د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له قوله راغلي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به د ناټو متحدانو او شریکانو مالي ملاتړ تر ۲۰۲۰م کال ورهاخوا هم دوام وکړي.

ده زیاته کړه: "له افغان ځواکونو سره نړیوال مالي ملاتړ د افغانستان د امنیت په برخه کې زموږ د ژمنتیا یوه مهمه برخه ده. متحدانو د افغان ملي پوځ وجهي صندوق ته د دې صندوق له جوړېدو راهیسې د ۲۰۲۰م کال د اکټوبر تر پنځمې پورې ۳.۲ میلیارده ډالره ورکړي دي."

ناټو ائتلاف په ۲۰۰۷م کال کې د افغان ملي پوځ په نوم وجهي صندوق رامنځته کړ چې د نړیوالو په مالي مرسته پر مخ ځي.

د ناټو د معلوماتو له مخې د دې وجهي صندوق له لارې افغان ځواکونو ته روزنه او مسلکي نظامي زده‌کړې ورکول کېږي.

دا درېیم لوی وجهي صندوق دی چې له لارې یې نړیوال د افغان پوځ ملاتړ کوي.

دوه نور د نظم او قانون وجهي صندوق یا «LOTFA» او د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د امریکا وجهي صندوق یا «ASFF» نومېږي.