د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر اذربایجان او ارمنستان غږ کړی چې اوربند په کلکه رعایت کړي.
دې شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د نګورنو قرهباغ د لانجمنې سیمې د وضعیت په اړه بحث وکړ. د امنیت شورا ۱۵ غړو د دواړو لورو ترمنځ د اوربند د رعایت په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش پر غوښتنه ټینګار وکړ.
فرانسپرس خبري اژانس د یوه ډیپلومات له قوله راپور ورکړی دی چې وايي د امنیت شورا ټولو غړو دا ومنله چې په نګورنو قرهباغ کې وضعیت کړکېچن دی او د دواړو خواوو ځواکونه باید په شا تګ وکړي او اوربند ته غاړه کېږدي.
نوی اوربند چې د شنبې په ورځ اعلان شو، په نګورنو قرهباغ کې د سپټمبر له ۲۷مې نېټې راهیسې د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو لپاره دوهمه هڅه ده.
اذربایجان او ارمنستان پرون سهار پر یو بل د ډزو د بیا پیل تورونه ولګول او دا وېره رامنځته شوه چې ښايي نوی اوربند هم بېکومې ګټې مات شي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا وویل د امنیت شورا په غونډه کې د اوربند د څرنګوالي د څېړنې او تأیید پر اړتیا بحث وشو.