ایران به د لوېدلې اوکراینۍ الوتکې قربانیانو ته د تاوان ورکولو په اړه د دوهم پړاو خبرو لپاره د اوکرایني چارواکو کوربه وي.
یاده الوتکه د روان کال په جنورۍ میاشت کې څو شیبې وروسته په تهران کې تر الوتلو وروسته ولوېده او ټول ۱۷۶ کسان پهکې مړه شول. ایران وروسته ومنله چې دا الوتکهیې په تېروتنه ویشتلې.
د اوکراین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یېفهین ینن او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محسن بهاروند د دوشنبې په ورځ په تهران کې دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه.
په لومړي پړاو خبرو کې اوکرایني او ایراني چارواکو په کیف کې سره لیدلي وو. اوکرایني لوري ویلي وو چې دې پروسې ته په محتاطه توګه خوشبینه دي.
یاده الوتکه په همغه شپه وویشتل شوه چې ایران په عراق کې پر امریکايي پوځيانو د بالیستیک توغندیو حمله وکړه او د تهران د هوايي دفاع ځواکونه په تیارسی حالت کې وو.
د ایران د توغندیو حمله د امریکا د هغې حملې په غبرګون کې وه چې پنځه ورځې مخکې يې په بغداد کې د ایران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني وژلی وو.