هلمند کې ایمرجنسي روغتون د نورو ټپيانو او ناروغانو د منلو وړتیا نه‌لري

د هلمند ایمرجنسي روغتون

یوې روغتیايي ادارې خبرداری ورکړی چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون د نورو ټپيانو او ناروغانو د منلو وړتیا نه‌لري.

په هلمند کې د ایمرجنسي پروګرام هماهنګ کوونکي مارکو پونتین اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې په هلمند ولایت کې وضعیت تر اوسه ډېر خراب دی.

هغه زیاته کړه: "په وضعیت کې هېڅ ډول پرمختګ نه‌وینو. جګړه دوام لري او لارې بندې دي. ماینونه ځای پر ځای شوي دي. د خپلو همکارانو د ملاتړ لپاره راغلی یم."

له هلمنده وېډیوګانې او عکسونه ښکاروي چې ټپيان او ناروغان د هلمند د ایمرجنسي روغتون انګړ ته ایستل شوي ځکه د ودانۍ دننه کافي ځای نه‌شته.

طالبانو ۱۰ ورځې مخکې د لښکرګاه ښار پر څو ولسوالیو بریدونه پيل کړل. د دغو حملو په نتيجه کې زرګونه کسان بې‌ځایه شول او د ښار مرکز ته‌یې پناه یووړه.

طالبان وايي، یوازې يې پر هغو سیمو حمله کړې چې مخکې افغان ځواکونو له دوی نیولې وې.