اوچا: افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال کې تر ۲ لکه زیات کسان بې‌ځایه شوي

بي‌ځایه شوې کورنۍ

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ یا اوچا اداره وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۰م کال کې تر دوه لکه زیات نور کسان په کور دننه بې‌ځایه شوي دي.

د دې ادارې د راپور له مخې دغه کسان د جګړې او سېلابونو په نتيجه کې بې‌ځایه شوي.

د اوچا راپور د دوشنبې په ورځ خپور شو. په دې راپور کې راغلي چې بې‌ځایه شوي کسان د بې‌وزلۍ او جګړو له کبله نه‌شي کولای بېرته خپلو کورو ته ستانه شي.

د همدې راپور له مخې پنځه لکه او ۷۳ زره افغانان د روان کال پر مهال له ګاونډي ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي. همداراز په ۲۰۲۰م کال کې شااوخوا شپږ زره افغانان له ترکیې ایستل شوي او بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

له دې سره د راپور په وینا شااوخوا یو میلیون بې‌ځایه شوي افغانان د روان کال تر پایه بشري مرستو ته اړتیا لري.