الکسي ناوالني: کريملين مې روسیې ته د بېرته ستنېدو مخنیوی کوي

الکسي ناوالني

روسیې د رژیم سیاسي مخالف الکسي ناوالني وایي، کریملین تر خپله وسه هڅه کوي چې روسیې ته د هغه د بېرته ستنېدو مخه ونیسي.

ناوالني له سي.بي.ایس امریکایي رسنۍ سره مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي، دی لا هم پلان لري چې راتلونکو څو میاشتو کې بېرته روسیې ته ولاړ شي او خپل کار پیل کړي.

نوموړي دا مرکه د جرمني په پلازمېنه برلین کې کړې ده، چېرته چې نوموړی له اګست میاشتې راهیسې د مسمومېدو له کبله تر درملنې لاندې دی.

ناوالني چې له دوه دېرش ورځو بسترېدو وروسته د سپټمبر په ۲۲مه له روغتونه رخصت شوی ویلي، د هرې ورځې په تېریدو د پیاوړتیا احساس کوي.