کابل کې ماین چاودنې یو امنیتي منسوب وژلی

ارشیف، د کابل پولیس

په کابل کې د مقناطیسي ماین چاودنې یو امنیتي منسوب وژلی او درې نور کسان‌یې ټپیان کړي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته تأیید کړه چې یکشنبه ماښام چاودنه شوې او ویې‌ویل چې د دوی پلټنې پیل شوي.

هغه وویل: "د ۱۰مې حوزې په مربوطاتو کې د هوايي بلاکونو په ساحه کې یو رنجر موټر باندې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې، متأسفانه په دې چاودنه کې یو امنیتي منسوب شهید شوی، دوه ملکیان او یو بل امنیتي منسوب ټپیان شوي دي، قضیه تر کشف لاندې ده، خو د داسې چاودنو په اړه زموږ ګډې پخوانۍ څېړنې وايي چې د دې چاودنو مسؤلیت مستقیماً د طالبانو وسله‌والې ډلې ته ورګرځي."

کابل کې دا څو وروستۍ اوونۍ په دولتي موټرو باندې داسې ماین چاودنې زیاتې شوي چې په‌کې ګڼ ملکیان هم مړه او ژوبل شوي.

پرون ماښام دا چاودنه داسې وخت وشوه چې د کابل د خرابې امنیتي وضعې په خاطر د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د امنیتي چارو مسؤلیت په خپله اخیستی.